ایکنانیوز راپور راکړی ، د کرملین په ماڼۍ کې دروسیې یوه چارواکي د روسیې تاس خبری آژانس ته وئيلي دي،چې روسیې دوي ته د پناه حق ورکړی دی.
د سورئې پلازمینې دمشق ته د سورئې دوسلوالو اعتراض کونکو مخالفانو په واریدیدا او د سورئې د ولسمشر بشار اسد په نسکوریدا پسې رسندويي خبري سرچینو له نن سهار وختي راهسې تر وروستیو پورې د بشار اسد او د هغه د کورنۍ د برخلیک په باب ضد ونقیض خبرونه خپره کړي دي.
روئيټرز خبری آژانس په دې باب لیکلي دي،د سورئې دوو لوړروتبه پوځي افسرانو چې له دغو بدلونونو سره بلد دي،د یکشنبې په ورځې ووئيل، بشار اسد په الوتکې کې سور شو او دنامعلوم پخاي په لور ولاړئ.
الجزیره ټيلیویژنی چینل هم د؛ فلایټ راډار؛ الوتونو د څارنې د سایټ د ډيټا پهاساس راپور ورکړیچې هغه الوتکه چې احتمالا بشار اسد پکې سور دی، د شمال لویدیځ په لور ئې الوت کړی او وروسته د حمص ښار سره نزدې کې راتاؤ شوه او بیا له راډاره هم پټه شوې ده.
اکسپوس خبری سایټ د یوه امریکائي چارواکي له قوله لیکلي وو، مونږ بشار اسد د شنبې په شپه له دمشقه د وتلو پرمهال لیدلی او فکر کوو هغه د ماسکو د سفر په نیّت خوځيدلی وي.
https://iqna.ir/fa/news/4253071